د قطر امیر په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی

د قطر امیر په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو ملاتړ کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني پرون د فبرورۍ په پنځلسمه د جرمني په مونیخ ښار کې د نړیوالې امنیتي غونډې په څنډه کې کتلي دي.

د ارګ د خبرپاڼې په حواله ولسمشر غني او شیخ ال ثاني د حکومت او طالبانو د سولې پر امکاناتو او امنیت غږېدلي دي.

قطر د طالبانو د سیاسي استازو او د هغوی د رسمي دفتر کوربه دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د فبرورۍ په پنځه ویشتمه نېټه د قطر په مرکز دوحه کې د طالبانو له سیاسي استازو سره وګوري.

د قطر امیر ویلي چې د افغانانو په مشرۍ د سولې د هڅو ملاتړ کوي.