پامپيو: هره یوه پیسه چې ایران ته ورسېږي په ورانکارۍ لګېږي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپيو وايي، هره یوه پیسه چې ایران ته ورسېږي په ورانکارۍ لګېږي.

هغه دا خبره د ازادي راډيو له فردا څانګې سره په یوه ځانګړي مرکه کې په وارسا کې وکړه.

د پولنډ پلازمېنه وارسا دا اوونۍ د امریکا په نوښت د یوه لوی کنفرانس کوربه و چې بحث یې په ایران او منځني ختیځ و.

پامپیو وايي، د وارسا د غونډې هېڅ ګډونوال د ایران په ګواښونو سترګې پټې نه‌کړې.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر د ازادي راډیو له فردا څانګې سره په‌دې ځانګړې مرکه کې د منځني ختیځ د اکثرو لانجو جرړې ایران وباله:

"موږ فکر کوو هره پیسه چې ایران ته ورسېږي اخر به د قاسم سلیماني په لاس ورشي او په شرارت به یې ولګوي."

قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران د قدس ډلې مشر دی چې په سوریه کې یې ګڼ افغانان هم د فاطمیون په چوکاټ کې جنګ ته لېږلي.

د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پامپیو ټینګار کوي چې امریکا د ایران د رژيم د چلند بدلېدل غواړي او په‌دې پوهېږي چې د ایران خلک دا کار ډېر ښه کولای شي.