افغان ولسمشر: په سیمه‌ییزې هم‌غږۍ ترورېزم له منځه تلی شي

ارشیف، ولسمشر غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د سیمه‌ییزې هم‌غږۍ او همکارۍ له لارې د ترورېزم پدیده له منځه تلی شي.

ولسمشر غني دا څرګندونې نن د جرمني په مونیخ ښار کې د ترکيې د دفاع له وزیر هلوسي اکار سره په کتنه کې وکړې.

د جمهوریت ریاست د اعلاميې له مخې د ترکيې د دفاع وزیر ژمنه وکړه چې هېواد به یې په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د افغان پولیسو د روزنې په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

افغان ولسمشر او ورسره پلاوی يې د مونیخ په نړیوال امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی.