افغان ولسمشر د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

افغان ولسمشر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د سولې د پروسې او د دوه اړخېزو سوداګریزو مسئلو په اړه خبرې وکړې.

محمد اشرف غني او عبد العزیز کاملوف پرون د جرمني په مونیخ ښار کې له یو بل سره وکتل.

د جمهوري ریاست اعلامیه وايي، ښاغلي کاملوف د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له پروسې د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار وکړ او ژمنه يې وکړه چې ازبکستان به په دې برخه کې له افغان حکومت سره په هم‌غږۍ د دې پروسې لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.

ولسمشر غني د مونیخ په نړیوال امنیتي کانفرانس کې د ګډون لپاره په جرمني کې دی.