د هندوستان هوايي شرکت ايير انډيا عراق ته الوتنې پيل کړي

د هندوستان هوايي شرکت ايير انډيا په تېرو ٣٠ کلونو کې د اول وار لپاره عراق ته الوتنې پيل کړي.

په لومړۍ الوتنه کې يې پرون شيعه زيارت کوونکي نجف ښار ته ولېږدول.

د بغداد لپاره د هندوستان سفير پراديپ سنګ راجپوروهيت «Pradeep Singh Rajpurohit) وويل:

"دا په تېرو ٣٠ کې لومړى وار دى چې له هندوستانه يوه الوتکه عراق ته رسېږي. موږ ډېر نېکمرغه يو چې د لومړي منزل په توګه سپېڅلى ښار نجف ټاکل شوى دى."

د پلازمېنې بغداد په ١٥٠ کيلومترۍ کې نجف ښار کې د حضرت محمد (ص) د زوم امام علي (رض) زيارت دى.

د صدام حسين د واکمنۍ په کلونو کې شخړو او بنديزونو او تر هغه وروسته ناکراريو عراق ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره د ګڼو هوايي شرکتونو مخه ونيوله.