د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوځي عملياتو له کبله د دولت ٣٧ مخالف وسلهوال وژل شوي دي.
دغه وزارت نن په يوه اعلاميه کې ويلي چې دغه عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په لغمان ، ننګرهار، کاپیسا، پروان، غزني، کندهار، ارزګان، سرپل، بلخ، تخار او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د اعلاميې په حواله پهدغو عملياتو کې ١٠ تنه نور وسلهوال ټپيان شوي او ٤ نور مشکوک کسان نيول شوي دي.
ويل شوي پهدغو عملياتو کې يوه اندازه وسلې او مهمات هم نيول شوي دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې پهدې اړه تبصره نهده کړې.
د دفاع وزارت په اعلاميه کې د افغان پوځيانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نهدي ويل شوي.