هند: پاکستان دې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپي

په کشمیر کې پر هندي ځواکونو تر وروستي ځان‌وژونکي برید وروسته، نوي ډیلي له پاکستانه غوښتي دي چې پرخپله خاوره تروریستي ډلې وځپي.

د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې پرون د موټر بم په‎واسطه په شوي انتحاري برید کې ۴۴ هندي پولیس ووژل شول.

دا په لانجمنه سیمه کشمیر کې په څو کلونو کې پر هندي ځواکونو تر ټولو خونړۍ برید بلل شوی دی.

د هند د کابینې یوه وزیر ارون جیتلي ویلي، هند به د دې برید بدل واخلي او په خبره يې کافي شواهد لري چې ښيې په‌دې حمله کې پاکستان لاس لري.

هند پر پاکستان تور لګوي چې په کشمیر کې له سخت دریځو وسله‌والو ملاتړ کوي.

پاکستان بیا دا برید د اندېښنې وړ بللی او هندي رسنۍ يې چې پاکستان په‌کې دخیل بولي ،غندلي دي.

د جېش محمد په نامه سخت دریځې ډلې په کشمیر کې د پروني انتحاري برید مسؤلیت پر غاړه اخېستی دی.