پوتین: ترکيه او ایران دې د سوریې لپاره خپل کار ته دوام ورکړي

د ترکيې، ایران او روسیې مشران

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ترکيه او ایران غږ کړی چې د سوریې د ثبات ټینګولو لباره پر خپلو پلانونو کار ته دوام ورکړي.

پوتین نن په سوچي کې د ایران او ترکیې د جمهورو رئيسانو کوربه و.

هغه حسن روحاني او رجب طیب اردغان ته ویلي چې له سوریې د امریکايي عسکرو تر وتلو وروسته د ثبات ټينګولو پر پلانونو باید عملي کار وشي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ویلي چې له سوریې خپل ټول عسکر باسي.

امریکا په سوریه کې ۲۰۰۰ عسکر لري او د افراطي ډلو او داعش سره د مبارزې لپاره د سوریې د عربو او کُردانو د ګډ ائتلاف ملاتړ کوی.

په سوچي کې د درېیو هېوادونو د جمهورو رئیسانو د غونډې تر پېل مخکې، پوتین د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردغان سره دوه په دوه وکتل.