شانهان: امریکا له مشورې پرته له افغانستانه ځواکونه نه باسي

د متحدو ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر، پاتریک شانهان

د متحدو ایالاتو د دفاع سرپرست وزیر پاتریک شانهان ویلي چې امریکا به له خپلو نړیوالو متحدانو سره له مشورې پرته له افغانستانه ځواکونه نه باسي.

شانهان نن د فبرورۍ په ۱۴مه په بلجیم کې د ناټو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د دې پوځي تړون نورو غړو ته ډاډ ورکړ چې په یو اړخېز ډول به د عسکرو د کمولو لپاره اقدام نه کوي.

هغه د دفاع له وزیرانو سره تر کتنې وروسته، خبریالانو ته وویل چې د دوی ترمنځ هماهنګی لا زیاته شوې ده.

پاتریک شانهان د دوشنبې په ورځ کابل ته ولاړ او هلته یې وویل چې په افغانستان کې د عسکرو د شمېر د کمولو دستور نه‌دی ورکړ شوی.