د امریکا د ولسمشر مرستیال مایک پنس نن د فبرورۍ په ۱۴مه پر خپلو اروپايي متحدانو غږ وکړ چې له ایران سره له اټمي موافقې ووځي.
د نړۍ شپږو قدرتمندو هېوادونو په ۲۰۱۵ میلادي کې له ایران سره د هغه هېواد د اټمي پروګرام په اړه موافقه وکړه، خو امریکا تېرکال له موافقې ووته.
د امریکا د ولسمشر مرستیال، مایک پنس نن د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختيځ په اړه په نړیوال کنفرانس کې وویل چې ایران د منځني ختیځ سولې او امنیت ته تر ټولو ستر خطر دی.
پنس وویل چې له ایران سره د معاملې په برخه کې د امریکا یو شمېر مخکښو متحدانو همکاري نه ده کړې.
پنس وویل، په حقیقت کې هغوی داسې هڅې رهبري کړې چې زموږ بندیزونه ماته کړي.
فرانسې، بریتانیې او جرمني چې د موافقې غړي دي دوه اوونۍ مخکې یو نوی میکانېزم جوړ کړ چې له ایران سره پر داسې لارو تجارت وکړي چې د امریکا پر بندیزونو تیری نه کوي.