د سالنګ لویه لار بیا د موټرو لپاره خلاصه شوې ده.
د سالنګونو د څارنې او ساتنې د ادارې مشر، عبدالبصیر حبیبي نن د فبرورۍ په ۱۴مه ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو دوو ورځو کې په سالنګونو کې د واورې د شدت او برفکوچونو له امله د موټرو پر تګ راتګ بندیز و.
ښاغلي حبیبي ویلي چې په سالنګونو کې د واورې شدت او برفکوچونه ساری نهلري.
هغه وویل چې د احتیاط له مخې موټرو ته د شپې له خوا د حرکت اجازه نه ورکوي.