د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی ونیول شو

د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې یو قاچاق کوونکی بهرته د نشه‌يي موادو د قاچاقو پر مهال ونیول شو.

د حامد کرزي د هوايي ډګر د سرحدي پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي، دې قاچاق کوونکي غوښتل درې کیلو ګرامه هیروئین په یوه سفري بکس کې هند ته قاچاق کړي چې پولیسو د تلاشۍ پر مهال ونيول.

په تېرو دوو اوونیو کې دا پنځم ځل دی چې د حامد کرزي هوايي ډګر له لارې نشه‌يي مواد بهر ته قاچاق کېږي.