د افغانستان د راتلونکو انتخاباتو په اړه د ازادي راډیو «زما رأیه، زما حق» ځانګړې خپرونې د دې اوونۍ بحث مو د انتخاباتو د نوي فرمان توشېح او د انتخاباتي کمېشنرانو لیرې کېدو ته ځانګړی کړی دی.
د افغانستان د انتخاباتو قانون د تعدیل طرحه د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني لهخوا توشېح شوه چې له مخې یې د انتخاباتي کمېسیونونو ټول کمېشنران له دندو ګوښه شول.
د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د ولسمشرۍ راتلونکي انتخابات د همدې نوي قانون له مخې ترسره کېږي.
دغه پروګرام رحمتالله افغان چمتو کړی چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سرهیې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5