د واشنګټن یوې محکمې داسې حکم کړی چې د واشنګټن چارواکي دې د میخاییل لېسن د مړیني په اړه د عدلي طب او د تحقیقاتو نور اسناد وړاندې کړي.
دا حکم وروسته له هغه صادر شو چې د ازادې اروپا/ ازادي راډیو ۱۶ میاشتې د هغو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړې چې کولای شي د روسیې د پخواني وزیر میخاییل لېسن مړینه توضیح کړي.
نوموړی درې کاله مخکې په مشکوک ډول مړ شوی دی.
میخاییل لېسن چې یو وخت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو پیاوړی مطبوعاتي سلاکار ګڼل کېده، په ۲۰۱۲ میلادي کال کې له نظره ولوېد او د ۲۰۱۵ میلادي کال په نومبر میاشت کې یې مړی په واشنګټن کې په دوپونت سرکل هوټل کې چې د امریکا د سپینې ماڼۍ په څو سوه مترۍ کې موقعیت لري، وموندل شو.
که څه هم د تحقیقاتو په رسمي پایلو کې ویل شوي و چې نوموړی د مغزي وینې تویېدنې په نتیجه کې مړ شوی دی، خو داسې شکونه شته چې هغه وژل شوی دی څو ونهشي کولای د امریکا د عدلیې وزارت سره خپل معلومات شریک کړي.
د واشنګټن څارنوالۍ د ۲۰۱۶ میلادي کال په اکټوبر کې د خپلو تحقیقاتو په وروستي راپور کې ویلي و چې د میخاییل مړینه تصادفي وه او په غاړه کې یې د ټپونو له کبله دا پېښه شوې ده.
یو کس چې د میخاییل لېسن خونې تهیې مستقیم لاسرسی درلود، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ازادي راډیو ته وویل چې د جسمي اړخه دا ناممکنه ده چې ښاغلی لېسن دې په یوازې سر په خپله خونه کې مړ شوی وي.
میخاییل لېسن چې په ۲۰۰۰ کلونو کې د روسیې د ولسمشر د اطلاعاتو وزیر و، د کرملېن لهخوا د روسیې د دولتي رسنیو تر کنټرول لاندې راوستلو او د هغه هېواد رسنیو ته په مسیر ورکولو کې مهم رول درلود.
د روسیې چارواکو چې د لېسن د مړینې پر مهالیې لږ خپرونې درلودې، هغه مهال ویلي و چې تمه لري د امریکا اړوندې ادارې پهدې اړه بشپړ جزئیات وړاندې کړي.
له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې تر اوسه په امریکا کې د میخاییل لېسن شتمنۍ په تدریجي ډول پلورل شوې دي.
په ۲۰۱۶ میلادي کال کې په فلوریدا کې د هغه تفریحي کښتۍ وپلورل شوه.
په ۲۰۱۷ میلادي کال کې په بیورلي هیلز کې د هغه دوه کورونه د ۲۳ او ۲۹ میلیونه ډالرو په ارزښت خرڅلاو ته وړاندې شول، خو معلومه نهده چې خرڅ شوي که نه؟