له نشهيي موادو سره د مبارزې نوی قانون پروسږکال تصويب او توشيح شو. د دې قانون له مخې له نشهيي موادو سره د مبارزې عالي کمېسيون جوړ شو چې مشري به يې ولسمشر او يا د هغه مرستيالان کوي.
دا کمېسيون ۲۵ غړي لري چې څو وزارتونه او نورې دولتي ادارې يې غړيتوب لري.
دې کمېسیون باید د کال په جریان کې څو غونډې کړي وای.
له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې قانون که څه هم يو کال مخکې تصويب او توشيح شو، د دې قانون په اساس د کمېسيون مسؤلیتونه نور هم ډېر او مشخص شول، خو دې کمېسيون تر اوسه پورې يوه غونډه هم نهده کړې.
د ولسي جرګې له نشهيي موادو سره د مبارزې کمېسیون غړی چمن شاه اعتمادي د کمېسیون لهخوا د غونډو پر ځنډ انتقاد کوي او دا ځنډ له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې بې پروايي بولي.
نوموړی وايي:
"موږ یوازې په نوم له نشهيي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون لرو چې په قانون کې ذکر شوی او ۲۵ غړي لري، ولسمشر او یا مرستیالان بهیې مشري کوي. له بده مرغه چې دې کمېسیون په تېرو دوو کالو کې یوه غونډه هم و نهکړه."
له نشهيي موادو او مسکراتو سره د مبارزې د قانون له مخې له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت او د دې کمېسيون دارالانشاء د همغږۍ مسؤلیت لري.
ازادي راډیو وغوښتل چې د دې کمېسیون د غونډو د ځنډ په اړه له نشهيي موادو سره د مبارزې وزارت نظر واخلي، خو بریالۍ نه شوه.
- د قوانینو او ستراتېژیو تصویب او څارنه.
- د وزارتونو ترمنځ د اړېکو ټینګښت.
- د نشهيي موادو د غوښتنې کمول.
- د معتادینو درملنه.
- د نشهيي موادو د کښت مخنیوی.
- او له نشهيي موادو سره د مبارزې په برخه کې نور فعالیتونه څارل او همغږي، له نشهيي موادو سره د مبارزې د عالي کمېسیون عمده او اساسي مسؤلیتونه بلل کېږي.
د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی وايي چې د کمېسیون د غونډو ځنډ له نشهيي موادو سره مبارزه ټکنۍ کړې ده.
د مشرانو جرګې غړی هاشم الکوزی
نوموړي وايي:
"له نشهيي موادو سره باید جدي مبارزه وشي. باید د نشهيي موادو د کښت، قاچاقو او مافیايي ډلو سره جدي مبازره وشي. له بدهمرغه چې له نشهيي موادو سره د مبارزې عالي کمېسیون چې په قانون کې يې یادونه شوې، تر اوسه خپل کار نهدی پيل کړی. موږ له ولسمشره غواړو چې ډېر ژر دي دا کمېسیون خپل کار پیل کړي. زما په نظر د ولسمشر ډېر مصروفیت د کمېسیون پر منفي اغېزه کړې او له نشهيي موادو سره مبارزه يې ټکنۍ کړې ده."
د ولسي جرګې او مشرانو جرګې له نشهيي موادو سره د مبارزې کمېسیونونو غړي له حکومته غواړي چې له نشهيي موادو سره د مبارزې د عالي کمېسیون د غونډو په ترڅ کې دې له نشهيي موادو سره د مبارزې ملي ستراتېژي او ملي عمل پلان وارزوي او د راتلونکي کال لپاره دي ګټور پروګرامونه جوړ کړي.
راپور: مرسلین ارسلا
د دې راپور غږیزه بڼه هم اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5
د ارسلا راپور