امریکا او اسرائيل نوې هڅې پېل کړي څو پر ایران فشار زیات کړي

د امریکا متحد ایالات او اسرائيل نوې هڅې پېل کړي چې پر ایران فشار زیات کړي.

هغوی به د منځني ختيځ پر حالاتو په کنفرانس کې چې د واشنګټن په مالي ملاتړ د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړ شوی، پر تهران د فشار زیاتولو هڅه وکړي.

تهران په پولنډ کې نننۍ غونډه د سرکس ننداره بللې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پامپیو، د ولسمشر مرستیال مایک پنس او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو به نن د فبرورۍ په ۱۴مه د وارسا په غونډه کې ویناوې وکړي.

په‌دې غونډه کې تقریباً د ۶۰ هېوادونو استازي ګډون لري.

پامپیو نن د غونډې تر رسمي پېل مخکې وویل چې نړیوال پرته له دې چې د ایران سره سترګې په سترګو شي، په منځني ختیځ کې سوله او امنیت نه‌شي کتلای.