افغانستان: هند د ګازو، نفتو او کانونو په برخه کې همکاري کوي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي

د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وایي، هند له دغه هېواد سره د ګازو، نفتو او کانونو په برخه کې تخنیکي همکاري کوي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي نن ازادي راډيو ته وویل چې د افغانستان د کانونو او پترولیم سرپرسته له خپلې هندي سیال سره د ګازو او نفتو د ۱۳م نړیوال کنفرانس په څنډه کې په‌دې سلا شوي چې هند به له افغانستان سره د ظرفیت لوړونې، سوداګرۍ، د ګازو او نفتو، د ټاپي پروژې په برخه کې همکاري او پانګونه کوي.

د نوموړي په خبره، په بامیانو کې د حاجي‌ګک کان د پانګونې په برخه کې هم دوو بهرنیو شرکتونو سره هوکړې وشوې.

ښاغلی مطفي وایي، هند په‌دې برخه کې ښې تجربې لري او له کانونو او پترولیم وزارت سره به‌یې همکارۍ ګټورې تمامې شي.