د ناټو دفاع وزیران نن د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د افغانستان پر وضعیت خبرې کوي.
سوله او له افغان ځواکونو څخه ملاتړ به د ناتو د ۲۹ غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو د نننۍ غونډې مهمې کلیدي مسئلې وې.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون په بروکسل کې په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو ملاتړ وکړ.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه:
"موږ یوې سیاسي، سولهییزې حل لارې ته د رسېدو د هڅو کلک ملاتړ کوو. د دې لپاره موږ د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګري استازي سفیر خلیلزاد سره په نږدې تماس کې یو."
سټولټنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په هر راز مخامخ خبرو کې باید د افغانستان د حکومت استازي وي.
طالبانو تر اوسه د افغانستان د حکومت له استازو سره له خبرو کولو ډډه کړې ده.