طالبان: په اسلام‌اباد کې به له امریکایي پلاوي سره وګورو

په اسلام‌اباد کې فیصل جومات

طالبان وایي چې د سولې د روانو هڅو په ترڅ کې به له امریکایي پلاوي سره د راتلونکې دوشنبې په ورځ د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې وګوري، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې مرکچي پلاوي یې تر اوسه د خبرو بلنه نه‌ده ترلاسه کړې.

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون په یوې خپره کړې خبرپاڼه کې وویل چې دواړه لوري به مخکې له دې چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې غونډه وکړي، په اسلام‌اباد کې سره وګوري.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند وویل چې د طالبانو له دغه اعلانه خبر شوي، خو د خبرو رسمي بلنه‌یې تر اوسه نه‌ده ترلاسه کړې.

د طالبانو ویاند دغه‌راز ویلي چې مرکچي پلاوی به‌یې په اسلام‌اباد کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره هم وګوري او د افغانستان او پاکستان پر اړیکو به هر اړخیزې خبرې وکړي.

طالبانو په خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د یوه ګاونډ او د یوه غښتلي پوځ لرونکي هېواد په توګه پاکستان کولای شي یوه جوړجاړي ته په رسېدو کې کلیدي رول ولوبوي او له بلې خوا هم په‌دې هېواد کې شااوخوا یو نیم میلیون افغان کډوال اوسي.

د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په ګډون د امریکایي چارواکو او د طالبانو د مرکچیانو ترمنځ خبرې په‌دې وروستیو میاشتو کې ګړندۍ شوې دي.

ښاغلي خلیل‌زاد او د طالبانو استازو دواړو په ترسره شویو خبرو کې د پرمختګونو خبر ورکړی، خو امریکایي چارواکو په‌دې اړه له احتیاطه کار اخیستی او ویلي یې دي چې یوې نهایي موافقې ته تر رسېدو پورې ډېر کارونه شته چې باید ترسره شي.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیل‌زاد او ورسره پلاوی یې شپږو هېوادونو ته د روان سفر په ترڅ کې پاکستان ته هم ولاړ شي.

په‌دغه سفر کې چې د روانې میلادي میاشتې تر ۲۸مې دوام کوي، امریکایي پلاوی بلجیم، جرمني، ترکیې، قطر او افغانستان ته هم ځي.