ټاکل شوې چې د امریکا کانګرس نن د ورځې په وروستیو کې د یوه ضربالاجل تر پای ته رسېدو څو ساعته مخکې پر هغه پلان رأیې واخلي چې بیا د امریکا د فدرالي ادارو د تړل کېدو مخه نیسي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وروسته له هغې چې تېره ورځ په کانګرس کې د دواړو ډموکراتانو او جمهوري غوښتونکو د مرکچیانو ترمنځ د بودجې پر سر یوه موافقه ترلاسه شوه ویلي چې که څه هم دی له دغې موافقې راضي نهدی، خو که کانګرسیې تصویب کړي، دی بهیې هم توشېح کړي.
په کانګرس کې د بودجې پر سر په نوې موافقه کې د ولسمشر ټرمپ لپاره هغه بودجه چې ده له مکسیکو سر د یوه دېوال د جوړولو لپاره د نږدې ۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې وه، نهده منل شوې او یوازې پر دې پوله د نویو موانعو د جوړېدو لپاره شااوخوا یو میلیارد او ۴۰۰ میلیونه ډالره په پام کې نیول شوي دي.
د تېر کال په وروستیو کې د بودجې پر سر د اختلافاتو له مخې د امریکا د یو شمېر دولتي ادارو د تړلو له امله چې ۳۵ ورځې یې دوام وکړ، شااوخوا ۸۰۰ زره کارکوونکي له کاره رخصت شوي یا یې بېتنخوا دندې ترسره کولې.
ولسمشر ټرمپ د جنوري په وروستیو کې په مؤقت ډول د لګښتونو یوه طرح تصویب کړه او کانګرس تهیې د فبرورۍ تر ۱۵مې وخت ورکړ چې د ده لهخوا د وړاندې شوې بودجې په اړه وروستۍ پرېکړه وکړي.