ملګري ملتونه وایي چې په افغانستان کې ۱۳ نیم میلیونه خلک خوراکي موادو ته جدي ضرورت لري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یا یوناما مرستیال ټوبي لېنزر پرون خبري غونډې ته وویل، که سوله هم وشي له بېوزله افغانانو سره مرستې ته اړتیا شته.
ده زیاته کړه:
"سوله د یوه انجام په معنی ده، خو کله چې تاسو سوله ترلاسه کړه، اصلي جګړه پیلېږي د بېوزلۍ په وړاندې جګړه."
ټوبي لېنزر چې په افغانستان کې د بشري مرستو همغږه کوونکی هم دی، زیاتوي چې ډېر خلک په افغانستان کې یو وخت ډوډۍ خوري.
د خوړو نړیوال پروګرام غواړي چې سږ کال له څلور نیم میلیونه بېوزله افغانانو سره مرسته وکړي.
د دې لپاره ملګرو ملتونو له نړیوالو د ۶۱۲ میلیونه ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده.