ټاکل شوې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی راتلونکې اوونۍ سره وګوري.
د روسیې ایترتاس خبري اژانس راپور ورکړی چې ضمیرکابلوف او زلمی خلیلزاد به د فبروري په ۲۲ مه نېټه د ترکیې په پلازمېنه انقره کې سره وګوري.
دا د کابلوف او خلیلزاد دوهمه لیدنه ده.
امریکایي چارواکو تراوسه دا لیدنه نه تأیید او نه رد کړې ده.
ایترتاس خبري آژانس د ضمیرکابلوف له قوله راپور ورکړی چې وایي، پهدې سفرکې به د ترکیې له دیپلوماتانو سره هم د افغانستان په اړه سلا مشورې وکړي.
روسیه په وروستیو کې د افغانستان د سولې په اړه د یوې غونډې کوربه وه چې د وسلهوالو طالبانو او هم د افغانستان ځینې مطرحو سیاسي څېرو ګډون پهکې درلود، خو د افغانستان د حکومت پلاوی په هغې غونډې کې شامل نهوو.