د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ نن په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې د افغانستان حکومت باید د سولې په هر راز خبرو کې شامل وي.
ده زیاته کړه چې د ناټو ماموریت به په افغانستان کې د سولې لپاره زمینه برابره کړي.
سټولتنبرګ وویل چی ناټو په افغانستان کې د سولې د پروسې ملاتړ کوي:
"د ځواکونو د ایستلو په اړه هېڅ پرېکړه نهده شوې، خو موږ یوې سولهییزې سیاسي حل لارې ته د رسېدو لپاره له هڅو په کلکه ملاتړ کوو او د همدې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له استازي زلمي خلیلزاد سره په اړیکه کې یو او هغه په وروستیو اوونیو کې د ناټو متحدانو ته درې ځلې معلومات ورکړي دي. دغهراز غواړم د سولې او اوربند لپاره چې تېر کالیې اعلان کړ، د ولسمشر غني له هڅو ستاینه وکړم."
سټولټنبرګ وویل، دوی نه غواړي چې د تل لپاره په افغانستان کې واوسي، خو هغه وویل چی ناټو په افغانستان کې د ترهګرۍ سره مبارزه کوي او د افغان ځواکونو سره مرسته کوي، څو دوی خپل هېواد پیاوری کري.
نن چهارشنبې، د ناټو د دفاع وزیران د منځني واټن ویشتونکي اټمي وسلو د تړون په ګډون چې په وینا یې روسیې هغه مات کړی دی، پر دفاعي مسایلو سره بحث کوي او نظرونه شریکوي.
سبا پنجشنبې به د ناټو د غړو هېوادونو د دفاع وزیران د افغانستان په اړه مفصلې خبرې وکړي.
دوی به روان وضعیت هم وارزوي او پرهغو لارو چارو به خپل نظرونه شریک کړي چې څنګه کېدای شي - د افغان امنیتي ځواکونو د لا ودې او مرستې لپاره ملاتړ په غوره توګه دوام ومومي.
دا پهداسې حال کې ده چې طالبانو په تکراري توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې. طالبانو له افغان حکومت سره مستقیمې خبرې هم رد کړې دي.
اوسمهال د ناټو تر شپاړس زره زيات سرتيري- افغان ځواکونه روزي، سلامشوره ورکوي او مرسته ورسره کوي.