رحیمي: د کابل په بالاحصار د نامعلوم لوري ۲ راکټونه ویشتل شوي

نصرت رحیمي

د کابل په بالاحصار سیمه کې د نامعلوم لوري دوه راکټونه ویشتل شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي په یوه پیغام کې خبریالانو ته وویل:

"دغه دوه راکټونه د کابل بالاحصار ته څېرمه په ډنډ مرغابي کې لګیدلي دي چې تلفات او زیان نه‌لري."

د ښاغلي رحیمي په خبره امنیتي ځواکونو په‌دې اړه پلټنې پیل کړي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت چا نه‌دی منلی.