د صبغت‌الله مجددي جنازه د کابل په عاشقان او عارفان کې خاورو ته وسپارل شوه

د جهادي رهبر او پخواني ولسمشر حضرت صبغت‌الله مجددي جنازه نن د کابل په عاشقان او عارفان سیمه کې د نوموړي په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.

افغان ولسمشر اشرف غني نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ښاغلي مجددي د جنازې په مراسمو کې د نوموړي د خدمتونو ستاینه وکړه:

"د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني جمهور رئیس په توګه ده واک له کوم تعلل پرته خپل ځای ناستي شهید استاد رباني ته انتقال کړ. د ده نقش په شوراګانو کې هم رغنده و."

د نجات ملي جبهې د ګوند مشر او د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت الله مجددي د سې شنبې په شپه په کابل کې د۹۳ کلنۍ په عمر وفات شو.

په همدې مناسبت نن چهارشنبه په افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.