ټاکل شوې د عدالت نړیواله محکمه د ایران د هغې هڅې په اړه چې دغه هېواد د کنګل شوې شتمنۍ څخه د دوه میلیارده ډالرو ترلاسه کولو په اړهیې کوي، یو حکم ورکړي.
د ایران دغه شتمنۍ د امریکا له لوري کنګل شوې دي.
په هاګ کې د دغې محکمې حکم به له دې محکمې سره د واشنګټن اړیکې ترینګلې کړي.
د عدالت نړیوالې محکمې په اکټوبر میاشت کې حکم کړی و چې امریکا دې په ایران کې پر بشري موادو لګېدلي بندیزونه لغوه کړي.
د امریکا سترې محکمې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې حکم وکړ چې ایران دې دغه پیسې د هغو ترورېستي بریدونو د قربانیانو کورنیو ته ورکړي چې ایران په هغو بریدونو کې په لاس لرلو تورن دی.
پهدې کې په بیروت کې د امریکا د سمندري ځواکونو پر یوې قرارګاه د ۱۹۸۳ میلادي کال برید او په سعودي عربستان کې په خوبار برجونو کې د ۱۹۹۶ کال بمي چاودنې شاملې دي.