افغان چارواکي وايي په کندهار او زابل ولایتونو کې وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر په یوې اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي ځواکونو د کندهار په نېښ او د زابل په ارغنداب او میزانې ولسوالیو کې عملیات کړي دي.
د اعلامیې له مخې پهدغو عملیاتو کې ۹ طالبان وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
پهدې اعلامیه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې یادونه نهده شوې.