د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختيځ په اړه غونډه جوړېږي

وارسا ښار

نن چهارشنبه د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د منځني ختيځ په اړه یو لوی کنفرانس جوړېږي.

د امریکا متحده ایالاتو د دغه کنفرانس د جوړولو غوښتنه کړې وه.

پولنډ په‌دې هڅه کې دی چې په سیمه کې له روسیې سره د توازن د رامنځته کولو په خاطر له امریکا استفاده وکړي.

د وارسا د نننۍ ناستې تمرکز پر ایران دی او په مېلمنو کې د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو شامل دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس ویلي چې په‌دې کنفرانس کې به د منځني ختیځ د باثباته کولو په اړه خبرې وشي.

ایران دا کنفرانس خصمانه بللی او ګواښ‌یې کړی چې پولنډ ته به ناوړه عواقب ولري.