په کابل کې د حضرت صبغت‌الله مجددي د جنازې مراسم پیل شوي

د صبغت‌الله مجددي جنازه

په کابل کې نن د جهادي رهبر او یوه پخواني ولسمشر حضرت صبغت‌الله مجددي د جنازې مراسم پیل شوي.

په ارګ ماڼۍ کې په همدې مناسبت نن لویه غونډه نیول شوې وه.

ولسمشر غني افغان ملت ته د ښاغلي مجددي له خدمتونو ستاینه وکړه او ویې‌ویل:

"د افغانستان د اسلامي دولت د لومړني جمهور رئیس په توګه ده واک له کوم تعلل پرته خپل ځای ناستي شهید استاد رباني ته انتقال کړ. د ده نقش په شوراګانو کې هم رغنده و."

د نجات د ملي جبهې مشر او د افغانستان پخوانی ولسمشر صبغت‌الله مجددي د سې شنبې په شپه په کابل کې د ۹۳ کلنۍ په عمر وفات شو.