د صبغت‌الله مجددي د وروستیو مراسمو په خاطر عمومي رخصتي ده

د صبغت‌الله مجددي جنازه

په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې نن د نجات ملي ګوند د مشر او پخواني جهادي رهبر صبغت‌الله مجددي د وروستیو مراسمو په خاطر عمومي رخصتي ده.

ولسمشر محمد اشرف غني د دفاع وزیر په مشرۍ یو کمېسیون د صبغت‌الله مجددي د جنازې او تدفین د مراسمو د تنظیمولو لپاره ګمارلی دی.

حضرت صبغت‌الله مجددي چې واک ته د مجاهدینو تر رسېدو وروسته د افغانستان د مؤقتې ادارې ولسمشر و، د سې شنبه په شپه د ۹۳ کلنۍ په عمر وفات شو.

صبغت‌الله مجددي په ۱۳۰۵ لمریز کال کې په کابل کې په یوې روحاني کورنۍ کې زېږېدلی و او لوړې زده‌کړې ېې په مصر کې کړې وې.