د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وايي، د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نړۍ د ډموکراسۍ لپاره ګواښ دی.
مایک پامپیو دا څرګندونې د مرکزي اروپا له یو شمېر هېوادونو څخه د خپل سفر پر مهال پرون د سلواکیا په مرکز براټیسلاوا کې وکړې.
نوموړي د سلواکیا د ژورنالیزم د پوهنځي محصلانو ته په وینا کې وویل، پوتین غواړي چې په ټوله نړۍ کې ډموکراسي زیانمنه کړي.
له تېرو ۱۴ کلونو راهیسې مایک پامپیو د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو لومړنی وزیر دی چې له سلواکیا کتنه کوي.