محمد بن سلمان: سعودي به پاکستان او هند کې پانګونه اعلان کړي

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان

تمه ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان پاکستان او هند ته په خپل راتلونکي سفر کې په‌دې هېوادونو کې د انرژۍ او زېربناوو په برخو کې د خپل هېواد پانګونه اعلان کړي.

د سعودي چارواکو په وینا محمد بن سلمان به په نږدې ورځو کې د سوداګرو او پانګه‌والو له یوه پلاوي سره پاکستان او هند ته لاړ شي.

سعودي عربستان د پاکستان له خراب اقتصادي وضعیت سره د مرستې په خاطر په تېر اکټوبر میاشت کې له دې هېواد سره د ۶ میلیارده ډالرو د پور ژمنه وکړه.

سعودي چارواکي وايي، ولیعهد به په‌دې سفر کې له چین او مالیزیا هم کتنه وکړي.

دا په ترکیه کې د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژل کېدو تر پېښې وروسته چې ټوله سیمه‌يې ولړزوله او محمد بن سلمان په‌کې په لاس لرلو تورن شو، سیمې ته د سعودي عربستان د ولیعهد لومړنی سفر دی.