پاکستاني پولیسو په کوټه کې د یوه ماشوم د نیولو هڅه کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې. دی وايي، زوی یې بلال نومېږي او اوس مهال دوه نیم کلن دی. د اڅکزي په خبره، زوی یې د ۱۵ میاشتو و چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلل او تور یې پورې کړ چې بلال ورباندې ډزې کړي دي. د کوټې پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي. ویډیويي رپورټ وګورئ.
د کوټې اوسېدونکی علاو الدین اڅکزی وايي، پولیسو یې د ماشوم زوی پرضد پرچه «اېف ای ار» لیکلی او درې ځلې یې د هغه د نیولو لپاره پر کور چاپه وهلې.
دی وايي، زوی یې بلال نومېږي او اوس مهال دوه نیم کلن دی.
د اڅکزي په خبره، زوی یې د ۱۵ میاشتو و چې پولیس یې د نیولو لپاره ورغلل او تور یې پورې کړ چې بلال ورباندې ډزې کړي دي.
د کوټې پولیس وايي، د پېښې پلټنې کوي.
ویډیويي رپورټ وګورئ.