د فراه سلګونو اوسېدونکو د بین الافغاني خبرو د پیل غوښتنه وکړه

د فراه ولایت سلګونو اوسېدونکو د بین الافغاني خبرو اترو د پیل غوښتنه وکړه.

دغو کسانو د دوشنبې په ورځ د لاریون پر مهال له وسله والو طالبانو وغوښتل چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرې وکړي.

منشي حبیب یو له دغو لاریون کوونکو دی.

ده وویل:

"د طالبانو ډله دې د افغانستان له دولت سره مخامخ خبرې پیل او خپل وړاندیزونه دې د مذاکراتو پر مېز مطرح کړي."

وسله والو طالبانو تر اوسه د افغانستان له حکومت سره د مخامخ خبرو په اړه وړاندیزونه نه دي منلي.