د ترکیې یوه پوځي هلیکوپټره د بېړنۍ ناستې پر مهال لوېدلې

یوه د (UH-1) هلیکوپټره

د ترکیې یوه پوځي هلیکوپټره د استانبول ښار په څنډو کې د بېړنۍ ناستې پر مهال رالوېدلې ده.

د ترکي چارواکو په خبره، لږ تر لږه څلور سرتېري په دې پېښه کې وژل شوي دي.

د استانبول والي علي یرلیکایا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه UH-1 ډوله هلیکوپټره د فبرورۍ په یولسمه د استانبول په اسیایي برخه کې د استوګنیزو اپارتمانونو ودانیو ترمنځ لوېدلې ده.

د دې پېښې له کبله په سیمه کې چا ته زیان نه دی رسېدلی.

دا په درېیو میاشتو کې دوهمه دا ډول پېښه ده چې په استانبول کې کېږي.

د استانبول انادولو د لویې څارنوالۍ دفتر وایي، تراوسه د دې پېښي علت معلوم نه دی او په اړه یې پلټنې پیل شوي دي.