عطا الرحمن سلیم:‌ د سولې مشورتي لویه جرګه به په خپل وخت ترسره شي

آرشیف، د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالرحمن سلیم

د افغانستان د سولې عالې شورا وایي، تېرو تجربو ته په پام سره چمتووالی لري چې د ولسمشر د غوښتنې سره سم د سولې مشورتې لویه جرګه جوړه کړي.

که څه هم د افغان ولسمشر له خوا دې سپارښتنې ته چې د حوت یا کب په وروستیو کې دې مشورتې لویه جرګه راوبلل شي، شااوخوا یوه میاشت وخت پاتې دی، خو د سولې عالي شورا وایي، دا کار عملي او ضروري دی.

اشرف غني د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د سولې مشورتي غونډې پر مهال د سولې عالي شورا ته دا سپارښتنه وکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان د سولې د عالي شورا مرستیال عبدالرحمن سلیم تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دوی تېرو تجربو ته په کتو چمتووالی لري چې په ټاکلي وخت کې د سولې مشورتي لویه جرګه راوبولي.

ده وویل:

"د حوت تر اخره پورې په اسانتیا موږ کولای شو چې د دې غونډې لپاره اماده ګي ونیسو، ځکه مناسبه همدا ده چې ولسمشر له خلکو سره مشوره وکړي او بیا پرېکړه وکړې، پکار ده چې د هغو خلکو په منځ کې چې سوله غواړي، یو دریځ وي او د همدې دریځ پر اساس د وسله والو مخالفینو سره خبرې وشي، زه یې هم ضروري ګڼم او هم عملي."

د سولي د عالي شورا مرستیال وایي، په دې لویې جرګې کې به د افغانستان مخور، متنفذین، د ښځو او ځوانانو استازي، د پوهنتونونو استازي او داسې نور مطرح قشرونه به راوبلل شي.

افغان ولسمشر په خپلو پرونیو څرګندونو کې د سولې په اړه د واحد نظر نشتوالی د سولې د بهیر په ګټه ونه باله .

محمد اشرف غني داسې مهال دا څرګندونې کړي چې تېره اوونۍ په مسکو کې د افغانستان د بېلابېلو ګوندونو او دغه راز د خلکو استازو د طالبانو له استازو سره دوه ورځنۍ غونډه درلوده .

افغان حکومت هغې غونډې ته نه و بلل شوی .

افغان ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې په کابل، ننګرهار یا لوی کندهار کې طالبانو ته د یوه دفتر د پرانيستلو لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.

خو طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.

په همدې حال کې په لندن کې د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه هارون امیرزاده بیا د سولې د مشورتي لویې جرګې د رابللو هدف د ولسمشر له خوا د ځان مطرح کول ګڼي.

نوموړی وایي:

"هغه څه چې ښاغلی غني یې کوي، زما په باور هغه ځان یوازې ګڼي، هغه وړاندیز چې ده کړی، د دې لپاره دی چې له نورو څخه د عمل ابتکار په خپل لاس کې واخلي، یا لږ تر لږه ووایي چې په دې پروسه کې هڅې کوي، په حقیقت کې د مسکو د غونډې په غبرګون کې دا پرېکړه شوې چې هلته کرزی په محوریت کې و او روسیې یې ملاتړ وکړ."

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ د دوشنبې په ورځ پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې له ښاغلي خلیلزاد او د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت له ۴۱ متحدینو او شریکانو سره یې د افغانستان د ستونزې د سوله ییز حل لپاره د لارې چارې د موندنې په اړه ښې لیدنې درلودې، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

د سولي د پرمختګ لپاره دا وروستۍ څرګندونې داسې مهال شوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت استازي د یکشنبې په ورځ څو هېوادونو ته یو بل دوره یي سفر پیل کړ .

د زلمي خلیلزاد د دې سفر په لړ کې بلجیم، جرمني، ترکیه، قطر، افغانستان او پاکستان شامل دي.