افغان ولسمشر د سولې د بهیر د ګړندي کېدو په هدف د یوې مشورتي جرګې د جوړېدو خبر ورکوي.
اشرف غني دا خبره نن په ارګ کې د سولې د مشورتي شورا په لومړنۍ غونډه کې وکړه.
ښاغلي غني د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې خپل سلاکار محمد عمر داودزي ته دنده وسپارله چې د حوت د میاشتې په وروستیو کې د دغې لویې مشورتي جرګې د جوړېدو لپاره تیاری ونیسي.
له طالبانو سره د خبرو لپاره د سولې پر ملي مشورتي بورډ سربېره دغه یو دولس کسیز حکومتي پلاوی هم ټاکل شوی دی.
ولسمشر د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو خبر په داسې حال کې ورکوي چې پرون یې د ننګرهار ولایت په غني خېلو کې یوې لویې ولسي غونډې ته په خبرو کې وویل چې حکومت یې حاضر دی چې طالبانو ته په کابل، ننګرهار یا لوی کندهار کې د دفتر د پرانيستلو اجازه ورکړي.
خو طالبانو تراوسه د افغانستان له حکومت سره له مخامخ خبرو کولو ډډه کړې ده.