د بغلان پولیس په دې ولایت کې د طالبانو د سرې قطعې د اکمالاتو د مسؤل د نیول کېدو خبر ورکوي.
د بغلان د پولیسو مطبوعاتي مسؤل رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې د نیول شوي کس نوم نه دی ښودلی او یوازې دومره یې ویلي چې هغه تېره شپه د ډنډ شهاب الدین په سیمه کې له درې میله وسلې سره یوځای نیول شوی دی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.