په فاریاب کې دوه نیول شوي مولداویایي پیلوټان بېرته خوشې شوي

هغه دوه مولداویایي پیلوټان چې په افغانستان کې یرغمل شوي وو، له درې نیمو کلونو بند تېرولو وروسته خوشې شوي دي.

دا خبره د مولداویا ولسمشر ایګور دودان نن د دې هېواد په پلازمېنه کیشینوف کې خبریالانو ته وکړه.

دودان وویل، د دې اوونۍ په پای یا د راتلونکې اوونۍ په پیل کې به مسکو ته لاړ شي چې خوشې شوي پیلوټان بېرته هېواد ته راستانه کړي.

هغه وویل، دواړه پیلوټان د مسکو په یوه روغتون کې بستر دي او روغتیایي وضعیت یې د قناعت وړ دی.

د مولداویا دغه پیلوټان د ۲۰۱۵ کال په نوومبر کې د افغانستان په فاریاب ولایت کې هغه مهال طالبانو ونیول چې روسي ساخت مي ۱۷ ډوله هلیکوپټر یې په سیمه کې اضطراري ناسته وه.

د دوی د عملې درېیم مولداویایي وژل شوی و.

د مولداویا ولسمشر چې له مسکو سره نېږدې اړیکې لري، دغه راز وویل چې د څو میاشتو خبرو اترو په نتیجه کې دواړه پیلوټان دوه ورځې مخکې خوشې شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغو پیلوټانو د خوشې کېدو هدف یوازې د فدراتیفې روسیې د مشرتابه په مرسته ترلاسه شوی چې په دې اړه یې ورڅخه د مرستې غوښتنه کړې وه.