د زابل د شهر صفا لپاره د طالبانو نومول شوی ولسوال د کندهار په ارغستان کې نيول شوی دی.
د شهرصفا ولسوال عبدالصمد دُرانی وایي چې ملا عبدالروف وړمه ورځ د کندهار ارغستان ولسوالۍ ته په لاره د دغې ولسوالۍ د وام درې په سیمه کې د ملي پوليسو له لوري ژوندی نيول شوی او پنځه ساتونکي يې له افغان ځواکونو سره په نښته کې وژل شوي دي.
دُراني وويل، ملاروف د زابل په شهر صفا ولسوالۍ کې په ګڼو بریدونو کې لاس درلود.
د کندهار امنیتي چارواکو تر اوسه پهدې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
طالبانو هم پهدې اړه تر اوسه څرګندونې نهدي کړي.