د امریکا د دفاع سرپرست وزیر وایي چې ده ته تر اوسه سپينې ماڼۍ له افغانستانه د ځواکونو د وتلو امر نهدی کړی.
پټریک اېم. شنهن دغه څرګندونې نن افغانستان ته په ناڅاپي سفر کې له ده سره ملګرو خبریالانو ته کړي دي.
هغه وویل، د ده په فکر په افغانستان کې یې حضور د دې لپاره دی چې د خپل هېواد دفاع ډاډ یقینې او د سیمې د ثبات ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې امریکايي چارواکو ویلي و چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر پر کمولو غور کوي.
امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴ زره سرتیري لري.
د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې دی به له افغان مشرانو سره په خبرو کې ټینګار وکړي چې دا افغانان دي چې له طالبانو سره د سولې د موافقې د څرنګوالي او په نهایت کې به د خپل هېواد د راتلونکي په اړه پریکړه کوي.
په افغانستان کې یو شمېر کسانو له طالبانو سره د سولې د موافقې مخالفت کړی دی او طالبانو هم تر اوسه له افغان حکومت سره له خبرو کولو ډډه کړې دی.