د سرپل چارواکي وایي چې د امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په نښتو کې ۲۲ وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د سرپل د امنیه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مسول نوراغا فیضي نن ازادي راډیو ته وویل چې تېره شپه وسلهوالو د سانچارک ولسوالۍ د شُولي کم پر امنیتي پوستو برید وکړ چې د امنیتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخامخ شول او ماته یې وخوړه.
د ښاغلي فیضي په وینا پهدغو نښتو کې چې ترنن سهاره یې دوام وکړ، نهه طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
هغه وویل، امنیتي ځواکونو ته پهدې نښتو کې زیان نهدی رسیدلی.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.