ایران د ۱۹۷۹ میلادي کال د اسلامي انقلاب چې پهدې هېواد کې یې شاهي نظام ته د پای ټکې کېښود، ۴۰مه کلیزه لمانځي.
تمه ده چې سلګونو زره کسان به نن په تهران او نورو ښارونو کې په هغو لاریونو کې ګډون وکړي چې د حکومت لهخوا تنظیم شوي دي.
د ۱۹۷۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۱۱مه د دغه انقلاب د بنسټ ایښودونکي ایتالله روح الله خامنه یي پلویانو شاه رضا پهلوي چې د امریکا له ملاتړه برخمن و، له واکه لېرې کړ.
په ایران کې د اسلامي انقلاب کلیزه هرکال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه هغه مهال چې خامنه یې له تبعیده بېرته هېواد ته ستون شوی و، لمانځل کېږي او د فبرورۍ په ۱۱مه پای ته رسېږي.