په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې چارواکي، د شمال ختيځ زون په څلورو «بغلان، کندز، تخار او بدخشان» ولایتونو کې د امنیت د لا ښه والي په هدف د څه باندې ۴۰۰ تنو د سیمهییزې اردو د ځواکونو د ځای پرځای کېدو خبر ورکوي.
په کندز کې د پامير د شلمې فرقې قوماندان برید جنرال حیات الله اقتاش ازادي راډیو ته وویل چې د سیمهییزې اردو تشکیل ته هغه کسان جذب شوي چې له دې وړاندې یې د ملي اردو او د ملي پولیسو په ليکو کې دندې ترسره کړي دي.
نوموړی زیاتوي:
"د سیمهییزې اردو ځواکونه په خپلو سیمو کې د وسلهوال پوځ د لا ښه پیاوړتیا او د ملي اردو د محاربوي احضاراتو د لوړولو په خاطر اوږه په اوږه مرسته کوي، څو په شمال ختیځ زون کې د امنیتي ګواښونه کچه راټېټه شي."
د ښاغلي اقتاش په وینا دغه ځواکونه د پامير شلمې فرقې د قوماندې لاندې د دولتي تأسیساتو، د لویو لارو او د ناامنه ولسوالیو د امنیت تأمینولو په خاطر په کندز، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې ځای پرځای کېږي.
په ورته وخت کې د سیمهییزې اردو ځواکونه وايي چې دوی له پوره پوځي تجربو څخه برخمن دي او هڅه کوي چې په خپلو سیمې کې د خلک لپاره ډاډمن امنیت تأمین کړي.
د سیمهییزې اردو یو تن سرتېري فضل احمد پهدې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"ما پخوا د ملي اردو په لیکو کې ۶ کاله دنده ترسره کړې، اوس بیا د سیمهییزې اردو لیکو سره یوځای شوم، څو د خپل خلکو لپاره ډاډمن امنیت تأمین کړم."
بلخوا د کندز اوسېدونکي د سیمهییزې اردو جوړول د امنیت تأمینولو په برخه کې ګټور ګام بولي، خو ټېنګار کوي چې باید دغه ځواکونه د جدي څارنې لاندې ونېول شوي، څو په سیمه کې د خلکو پر وړاندې ستونزې جوړې نهکړي.
د پامیر د شلمې فرقې د چارواکو په وینا چې د سیمهییزې اردو ځواکونه له فوقالعاده نظامي تجاربو څخه برخمن دي او هغه ناامنه سیمې چې د افغان ګډو ځواکونه د وسلهوالو طالبانو له شتونه تصفیه کوي، نو د امنیت د ټېنګښت په هدف د سیمهییزې اردو ځواکونه په تصفیه شويو سیمو کې ځای پرځای کېږي.
راپور: اجمل ارین-کندز