کندهار کې د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا یو شمېر پروژې عملي شوي

ارشیف، کندهار ښار

د کندهار ولایت د کرنې ریاست وایي، د دغه ولایت د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا او د کروندګرو د ستونزو د هواري په هدف یې یو شمېر پروژې طبیق کړي دي.

د دغه ولایت د کرنې مشر سید حفیظ الله سیدي نن ازادي راډيو ته وویل چې لویدیځ زون د اوبو له کمښت او وچکالۍ سره مخ دی چې کروندګر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

د نوموړي په خبره، سږکال په کندهار ولایت کې دوه سترې او ۱۷ نورې کوچنۍ د اوبو لګونې پروژې تطبیق شوي او په دغو پروژو کې د اوبو سربندونه، کوچني حوزونه او د اوبو ډنډونه شامل دي چې د کرنې لپاره د اوبو د کمښت کچه ورسره راټيټه شوې.

د کندهار ولایت د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې د دغه ولایت ۸۵ سلنه خلک په کرنه بوخت دي.