ووټل: له سوريې به د امریکايي سرتېرو وتل په څو اونیو کې پیل شي

ارشیف، په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پوځ قوماندان جنرال جوزف ووټل

په منځني ختیځ کې د متحده ایالاتو د پوځ قوماندان وايي، له سوريې څخه به د امریکايي سرتېرو وتل په څو راتلونکو اونیو کې پیل شي.

خو جنرال جوزف ووټل چې پرون يې خبریالانو ته څرګندونې کولې وویل چې له سوريې نه د سرتېرو د ایستلو دقیقه نېټه په‌دغه هېواد کې په وضعیت پورې ارتباط لري.

تر دې وړاندې د دې موضوع په اړه ضد و نقیض راپورونه خپاره شول چې په ځینو کې ویل شوي له سوريې څخه لا دمخه د امریکايي ځواکونو وتل پیل شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تېره ډیسمبر میاشت کې په یوې حیراونکې پریکړې سره له سوريې نه د امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان اعلان کړ.

ولسمشر ټرمپ ویلي دي چې په سوریه کې داعش ډله ماته شوې ده او دغلته نور امریکايي سرتېرو ته اړتیا نه لیدل کېږي.

په سوریه کې دا مهال شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېري موجود دي.