د کندهار د ولایتي شورا غړي او ځیني قومي مشرانو پرون ماښام د ولایت په مقام کې اعتراضي ناسته پیل کړې.
دوی وايي چې د کندهار د نوي والي په توګه د حیاتالله حیات د ټاکل کېدو په اړه ورسره مشوره نهده شوې.
د کندهار ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال ازادي راډیو ته وویل چې نوی والي په زور څوک په دوی نوی والي نه شي تحمیلولی.
حیات الله حیات تېره اوونۍ د ولسمشر اشرف غني په امر د ننګرهار له ولایته کندهار ته تبدیل شوی او باید یې همدا شنبه خپله دنده هم پیل کړې وای.