د کندهار ولایتي شورا او یو شمېر قومي مشرانو دغه ولایت ته د نوي والي حیاتالله حیات له ټاکل کېدو سره مخالفت کوي.
دوی تر دوو پرلهپسې اعتراضیه غونډو وروسته د یکشنبې په ماښام د کندهار ولایت مقام ته ننوتل او هلته يې د اعتراض په ډول خېمه ووهله.
د ولایتي شورا غړي وايي، د دوی له مشورې او قناعت پرته هېڅچا ته د والي په توګه ولایت ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي.
ویل کیږي چې حیاتالله حیات به د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د کندهار د والي په توګه معرفي شي.
ولسمشر غني د تېرې دوشنبې په ورځ د ننګرهار پخوانى والي حياتالله حيات د کندهار د والي په توګه وټاکه چې لايې هم دنده نهده پیل کړې.
ارشیف، د کندهار ښار
په دې اړه نور: د نوي والي په اړه د کندهار ولایتي شورا اعتراضي ناسته پیل کړېټاکل شوې وه چي ښاغلی حیات به د تېرې شنبې په ورځ خپل کار پیلوي، خو د کندهار ولایتي شورا او یو شمېر قومي مشران وايي، ولسمشر پهدې اړه له دوی سره مشوره نهده کړې او نوموړی د والي په توګه نه مني.
د ولایتي شورا غړي او یو شمېر قومي مشران تر دوو ورځو اعتراضیه غونډو وروسته د یکشنبې په ماښام د کندهار ولایت مقام ته ننوتل او هلته يې د اعتراض په ډول خېمه ووهله.
د ولایتي شورا رئیس سیدجان خاکریزوال او دوو قومي مشرانو جمعه ګل او خان اکا د نورو په استازیتوب وویل، تر هغو چې د ولایت مقام د پيښې په اړه بشپړې څېړنې ترسره نهشي او د والي د ټاکل کېدو په اړه له دوی سره مشوره ونهشي دوی به نوي والي حياالله حيات ته د دندې د پېل اجازه ور نهکړي.
که څه هم د کندهار ولایتي شورا او یو شمېر قومي مشران د نوي والي له ټاکل کېدو سره مخالفت ښيې، خو د کندهار زیات شمېر اوسېدونکو پر ټولنیزو رسنیو د هغه هرکلی کړی او ویلي یې دي چې نوموړی لوستی او په څو ولایتونو کې د کار تجربه لري او کولای شي چې کندهار کې پراخ اصلاحات رامنځته کړي.
د کندهار مخکنی والي زلمی ويسا
ولسمشرۍ ماڼۍ تر اوسه د کندهار د ولایتي شورا د غړو او قومي مشرانو غوښتنو ته غبرګون نهدی ښودلی.
د کندهار مخکنی والي زلمی ويسا د کندهار د ولایت مقام په پېښه کې ټپي او وروسته له دندې لېرې شو.
د ولایت مقام په پېښه کې چې د تېرکال د اکټوبر په ۱۸مه نېټه وشوه پهکې د دې ولایت امنیه قوماندان جنرال رازق او د ملي امنیت رئیس جنرال مومن حسنخېل هم ووژل شول.
راپور: صادق رښتینی