په سوريه کې د امريکا ملاتړ لرونکي ځواکونه له داعش سره په جګړه اوښتي

ارشیف، د سوریې د جنګ ځپلو یو انځور

په سوريه کې هغه ځواکونه چې امريکا يې ملاتړ کوي، له داعش جنګياليو سره په سخته جګړه اوښتي دي.

دغه ځواکونه هڅه کوي چې د عراق سرحد ته نږدې داعش ډله له هغو وروستيو سيمو وباسي چې لا يې په کنټرول کې دي.

د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې چې مرکز يې په بريتانيا کې دى، ويلي چې نن سهار د دواړو لوريو ترمنځ سختې جګړې شوي دي.

د دغه مرکز په حواله، د امريکا په مشرۍ د ائتلاف الوتکو او توپچي ځواک هم د افراطي وسله والو پر سنګرونو انداختونه کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د دوو اوونيو لپاره کراري وه چې له کبله يې شااوخوا ٢٠زره ملکيان وتوانېدل چې له سيمې ووځي.

د کردانو په رهبرۍ د سوريې ډموکراتيکو ځواکونو ويلي، دوى په سوريه کې له وروستيو سيمو د داعش ډلې د ايستلو لپاره وروستۍ جګړه پيل کړې ده.

د امريکا د متحدو ايالتونو ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره چهارشنبه وويل:

"ښايي په يوه اوونۍ کې دا اعلان وکړي چې د داعش خلافت ١٠٠ په سلو کې نيول شوى دى."