د سولې ولسي حرکت: مهترلام کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوو

بسم الله وطندوست

د سولې ولسي حرکت وايي، د چهارشنبې په ورځ د لغمان ولايت په مرکز مهترلام کې د سولې او اوربند په ملاتړ لاريون کوي.

د دغه حرکت وياند بسم الله وطندوست نن يکشنبه رسنيو ته په لېږلي ويډيويي پيغام کې وويل، په دغه لاريون کې به په زرګونو کسان برخه واخلي:

"د چهارشنبې په ورځ به دلته په لغمان کې په زرګونو کسان راټولېږي او د جګړې پر ښکېلو اړخونو به غږ کوي چې نور اوربند وکړي، نور موږ او په خپلو کې مه سره وژنئ."

د سولې د ولسي حرکت پرون اعلان وکړ چې غړي يې لغمان ولايت ته رسېدلي دي.